په وروستیو ورځو کې، د طالبانو د معارف وزارت اعلان وکړ چې لسګونه موضوعات له ښوونیزو کتابونو څخه حذف او ایستل سوي، ځکه د دوی په اند دغه موضوعات «د اسلامي ښوونو خلاف» او «د امارت اسلامي د پالیسي خلاف» دي.
دا پریکړه، چې لیست یې په انټرنیټ کې خپور سوی، د مهمو موضوعاتو لکه «حضرت علي (ع)»، «وحدت ملي»، «د ښځو حقونه»، «نړیواله سوله»، «ملي یووالی د خوشبختۍ کلی»، «د عامه اړیکو وسایل په ژوند کې د خلکو رول»، «د بامیانو بودا مجسمې» او «ښځه او ټولنه» شامل دي.
دا ډول حذفونه، چې څرګنده موخه یې د واکمنو ایډیالوژۍ ساتنه ښکاري، نه یوازې د زده کوونکو پوهاوی محدودوي، بلکې د عصري ښوونې اړتیاوو په وړاندې ایډیالوژیک چلند هم ښيي.
دغه اقدام د طالبانو د ایډیالوژیک سخت دریځۍ یوه نښه ګڼل کېدای سي؛ هغه ځای چې روزنه د واک د ټینګښت وسیله ګرځي.
په داسې حال کې چې لرې سوي موضوعات په عمده توګه پر انساني مفاهیمو لکه وحدت، حقوق او سوله تمرکز لري، د دې موضوعاتو حذف د افغانستان د کلتوري او تاریخي تنوع نادیده کول دي.
د مثال په توګه، د بامیانو د بودا مجسمو په اړه بحث، چې د دې هیواد نړیوال میراث ګڼل کېږي، کولی سوای زده کوونکي له څو پوړیزو کلتوري هویتونو سره آشنا کړي وای. خو طالبان، د خپل ځانګړي اسلامي تعبیر لومړیتوب ورکولو سره، دغه عناصر د ایډیالوژیک وحدت لپاره ګواښ ګڼي.
د دې ډول محدودیتونو اغېز د افغانستان پر ښوونیز نظام ژور او څو اړخیز دی.
غیر رسمي احصایې ښيي چې دغه پالیسۍ، چې د ګروپي ذوقونو په اساس د عامو اړتیاوو پر وړاندې تطبیق سوي، د واکمنۍ او خلکو ترمنځ واټن زیات کړی دی. په داسې هېواد کې چې له اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، ښوونه باید د عملي او فکري مهارتونو د پراختیا وسیله وي، نه د سانسور ځای.