د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون او ۲۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د همکارۍ هوکړهلیکونه یې له څلورو همکارو بنسټونو سره لاسلیک کړي دي. دا هوکړهلیکونه د یو میلیون او ۲۳۰ زره امریکايي ډالرو ارزښت لري او موخه یې د کډوالو د ملاتړ مرکزونو پراختیا، د کاري فرصتونو برابرول، روزنه، روغتیایي پاملرنې او نور خدمتونه په اته ولایتونو کې دي.
دغه وزارت ویلي چې دا بودجه به د کډوالو او بېرته ستنېدونکو په ګټه د ملاتړ او خدمتونو د پیاوړتیا لپاره په حیاتي برخو کې ولګول سي، تر څو د هغوی د ښه ژوند او ټولنیز پرمختګ زمینه برابره سي.