د پاکستان د علماوو د شورا مشر: که طالبان ناتوانه وي، موږ به اقدام وکړو

محمد طاهر اشرفي، د پاکستان د علماوو د شورا مشر او ځانګړی استازی، د طالبانو د کړنو په ځانګړي ډول د ترهګریزو ډلو په اړه لکه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، په کلکه نیوکه وکړه.
شورای علمای پاکستان طالبان را به اقدام متقابل تهدید کرد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، محمد طاهر محمود اشرفي، د پاکستان د علماوو د شورا مشر او د دې هېواد د صدراعظم ځانګړی استازی د دیني همغږۍ او منځني ختیځ په چارو کې، د طالبانو د کړنو په ځانګړي ډول د ترهګریزو ډلو په اړه لکه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)پر وړاندې په تنده لهجه نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که له افغانستانه د ګواښونو لړۍ دوام وکړي، اسلام‌اباد به د خپلواکه اقدام لپاره چمتو وي.

اشرفي په خپلو ښکاره خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې وویل: «موږ ستاسې شاګردان نه یو، بلکې تاسې زموږ شاګردان یاست.» هغه د افغانستان د ملاتړ په برخه کې د پاکستان تاریخي رول ته په اشارې سره – په ځانګړي ډول د شوروي د یرغل پر مهال – زیاته کړه: «پاکستان د افغانستان د خلکو په لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي او تمه لري چې طالبان په مسوولیت عمل وکړي.»

هغه ټینګار وکړ چې د ښې ګاونډۍ اړیکې باید د امنیتي ګواښونو له نادیده نیولو سره ګډې نه سي. «موږ له پیله افغانستان یو اسلامي هېواد او خپل ګران ګاونډی ګڼلی دی. زرګونه پاکستانیانو د افغانستان د خلکو د دفاع په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو نن موږ د هغو بریدونو شاهد یو چې له افغانستانه زموږ پر وګړو ترسره کېږي.»

اشرفي د طالبانو له لوري د هغه په وینا «د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې» هم وغندلې او ویې ویل: «هیڅ هېواد حق نه لري زموږ د سیاسي جوړښت او قوانینو په اړه څرګندونې وکړي. طالبان باید موږ ته د لارښوونې هڅه ونه کړي. هر هېواد د خپلو ګټو له مخې خپل قوانین جوړوي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې سوې دي او پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې ده؛ تورونه چې طالبانو تل رد کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه