د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ د آسیا کرکټ جام په سیالیو کې د سېشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ د وږي په ۲۵ مه نېټه، په خپله دوهمه لوبه کې د بنګلهدېش ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان ملي لوبډله مخکې له دې په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې میدان ته کښته سوې وه او په بریا یې دغه لوبه پای ته ورسوله.
د ۲۰۲۵ آسیا کرکټ جام سیالۍ د وږي له ۱۸ مې تر د تلې تر ۶مې، ۱۴۰۴، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې ترسره کېږي. په دې ټورنمنټ کې د آسیا د قارې اته غوره لوبډلې په دوو ګروپونو کې لوبې کوي.
د ګروپونو وېش:
• لومړی ګروپ: هند، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات
• دوهم ګروپ: افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګ کانګ
د اعلان سوي مهالوېش له مخې، د دغو سیالیو ۱۱ لوبې په دوبۍ او اته نورې لوبې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. د دې ټورنمنټ پایلوبه به هم د دوبۍ ښار په کوربهتوب ترسره سي