افغانستان ته د ايران د لوړپوړی اقتصادي پلاوي سفر د سوداګرۍ او ترانزيټ د پراختيا په تمرکز سر

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ايران لوړپوړی چارواکی کابل ته رسېدلی دی څو د دوه اړخيزې سوداګرۍ، ترانزيټ، او پانګونې د برابرولو په موخه خبرې وکړي.
سفر هیأت عالی‌رتبه اقتصادی ایران به افغانستان با تمرکز بر توسعه تجارت و ترانزیت

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ايران لوړپوړی اقتصادي او تجارتي پلاوی د ايران د اسلامي جمهوريت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزير سيدمحمد اتابک په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې چې دغه پلاوی د ايران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزير په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی څو د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا، موجودو خنډونو د څېړلو، د ترانزيټ اسانتیاوو، ګډو پانګونو او د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پياوړتيا په برخو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه خبرې وکړي.

د جوړ سوي پلان له مخې، د ايران لوړ پوړي اقتصادي پلاوی به په کابل کې د اقتصادي مرستيالۍ، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، عامه ګټو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکتور له استازو سره وګوري او خبرې به وکړي.

دغه پلاوی به د کابل له کتنو وروسته هرات ولايت ته ولاړ سي او د کليدي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ، کانونو او د اسلام‌قلعه بندر څخه به ليدنه وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان او ايران ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پراخېدو په حال کې دي او دواړه هېوادونه د ترانزيټي او سوداګريزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه