تاجکستان د ننگرهار زلزله‌ځپلو ته د ۳۰۰ ټنه بشری مرستو لومړۍ جوپه ولیږله

د تاجکستان دولت د ۳۰۰ ټنه په وزن د بشري مرستو لومړی کاروان د افغانستان ختیځ زلزله‌ځپلو ته واستاوه. په دغه مرسته کې د لومړنیو اړتیاوو توکي او خوراکي مواد شامل دي.
تاجیکستان نخستین محموله ۳۰۰ تُنی کمک‌ را به زلزله‌زدگان افغانستان ارسال کرد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د زلزله ځپلو لپاره د تاجکستان له لوري د بشري مرستو لومړنی کاروان ننگرهار ولایت ته ورسېد.
احسان‌الله عثماني، د ننگرهار د والي ویاند، د شنبې په ورځ (۲۴ سنبله) وویل، دا مرسته چې ټولټال ۳۰۰ ټنه وزن لري، په ۹ لاریو کې بار سوې وه او د ننگرهار مسؤلینو ته وسپارل سوه.

د هغه په وینا، په دې مرستو کې وریجې، بوره، غوړي، خیمې، کمپلې، لاس‌کراچۍ او نور لومړني اړین توکي شامل دي چې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو سویو کورنیو لپاره دي.

عثماني زیاته کړه، دغه مرستې به ډېر ژر د اړوندو ادارو په همغږۍ د هغو کورنیو ترمنځ وویشل سي چې د زلزلې له امله زیانمنې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه