معروف غلامي، اسماعيل خان ته نږدې څېره، په ايران کې ووژل سو

معروف غلامي، چې د اسماعيل خان نږدې سیاسي-پوځي قوماندانانو څخه دی، د شنبې په ورځ په خپل دفتر کې د ايران په مشهد ښار کې د ناپیژاندو کسانو له لوري په ډزو ووژل سو.
معروف غلامی، چهره نزدیک به اسماعیل خان، در ایران ترور شد

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د اسماعيل خان نږدې سرچينو، چې د افغانستان د جهادي څېرو څخه ګڼل کېږي، تأييد کړې چې معروف غلامي، د هغه يو نږدې ملګری، د شنبې په ورځ (۲۳ د سنبلې ۱۴۰۴) په مشهد کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل سو.

د ترلاسه سويو معلوماتو پر بنسټ، دغه پېښه د ښاغلي غلامي په دفتر کې د مشهد ښار په مفتح کوڅه کې رامنځته سوې، او هغه د ډزو په نتيجه کې ژوند له لاسه ورکړ. د ايران اسلامي جمهوريت امنيتي سرچينو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، او د ترهګرۍ عامل يا د هغه هويت تراوسه نه دی څرګند سوی

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه