ملا یعقوب عربي اماراتو ته په رسمي سفر

ملا یعقوب عربي اماراتو ته په رسمي سفر

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت تېره شپه د قوس په ١٢مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ملا یعقوب د سفر موخه د متحده عربي اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د “اسلامي امارت” د اړیکو پیاوړي کول دي. وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې سرپرست وزیر به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره څه خبرې وکړي. د یادولو ده چې څه موده وړاندې ملا محمد یعقوب مجاهد هم قطر ته سفر کړی و. د قطر او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونه هم د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکي لري، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم «اسلامي امارت» په رسمیت نه دی پېژندلی.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان شنه بهیر: د حقاني وژنه د طالبانو د داخلي اختلافاتو پایله ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x