ګوتریش: د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د اقتصادي بې ثباتۍ له امله لا پسې زیاتیږي

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش نن دوشنبه (د قوس ۷مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د اقلیمي بحران، جګړې او اقتصادي بې ثباتۍ له امله لاپسې زیاتیږي. د دې تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره، ګوټریش لیکلي: موږ د اقلیمي عمل او یو ډیر سوله ایز او عادلانه نړۍ ته اړتیا لرو ترڅو په هر ځای کې د ښځو او نجونو هوساینې ډاډمن شي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په نړۍ کې د تاوتریخوالي او محدودیتونو یو له بدو بڼو څخه تجربه کوي. پرون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو د حقونو د فعالانو په شتون سره د افغان ښځو د هوساینې او حقونو لپاره لاریون وشو.

بیشتر بخوانید:  جان کربي: امریکا هڅه نه کوي چې طالبان په رسمیت وپیژني
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x