د معمار پرس د خبر له مخې؛ سیمه ییزې سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده د اګست په ۲۵ او ۲۶ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې یوه غونډه جوړه شي، چې پکې د طالبانو د حکومت یو شمېر سیاسي، مدني او مخالف شخصیتونه ګډون وکړي.
د غونډې موخه د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او نجونو وضعیت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه بحث کول دي.
دا غونډه په نیمه رسمي ډول تنظیم شوې او تمه کیږي چې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو پلاوي هم پکې برخه واخلي.