د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره: د اروپايي ټولنې امنیت د خبرو اترو وړ نه دی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس وویل چې “د اروپايي ټولنې امنیت د خبرو اترو وړ نه دی” او روسیه یې تورنه کړه چې نه غواړي په اوکراین کې جګړه ژر پای ته ورسوي او د سزا څخه د مخنیوي لپاره د خبرو اترو ځنډولو ته دوام ورکوي.
مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا: امنیت اروپا قابل مذاکره نیست

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په وروستیو بیانونو کې د روسیې په وړاندې د بروکسل د نه جوړجاړي دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: “د اروپايي ټولنې امنیت د خبرو اترو وړ نه دی.”

آغلې کالاس د شنبې په ورځ (د اسد ۲۶مه) په ایکس پلیټ فارم کې ولیکل چې په اوکراین کې د جګړې اصلي لامل د اروپا د امنیتي جوړښت کمزوری یا د توازن نشتوالي نه دی، بلکې “د روسیې امپریالیستي بهرنۍ پالیسي” ده.

د متحده ایالاتو رول ته په اشارې سره، هغې زیاته کړه: “د سولې موافقې ته د رسیدو لپاره د ډونالډ ټرمپ هوډ خورا مهم دی، مګر تریخ حقیقت دا دی چې روسیه اراده نلري چې دا جګړه ژر پای ته ورسوي.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه