حقاني په بهر کې مېشتو افغانانو ته: هېواد ته راستانه شئ، له چا څخه به د دوی د تېر په اړه پوښتنه نه کېږي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د اسد په ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې له ټولو هغو افغانانو څخه چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.
حقانی: طالبان به توافق دوحه پایبند است، دروازه گفت‌وگو باز است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ حقاني ټینګار وکړ چې په افغانستان کې یو “کامل” اسلامي نظام حاکم دی او له چا څخه به د دوی د تېر په اړه پوښتنه نه کېږي.

هغه ډاډ ورکړ چې په دې نظام کې، هیڅوک د نورو حقونه نه شي تر پښو لاندې کولای او یو مسؤل جوړښت شتون لري چې په ټاکلي وخت کې غوښتنې اداره کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ډلې د جهاد اصلي موخه د اشغال پای ته رسول او د اسلامي قانون پلي کول وو، چې د اسد په ۲۴مه د بریا سره ترلاسه شو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه