د معمار پرس د خبر له مخې؛ سازمان راپور ورکړی چې په ټول افغانستان کې په ۲۹ لویو کانونو او ۱۷۵ کوچنیو کانونو کې د اکتشاف او استخراج عملیات روان دي.
په دې کانونو کې د سرپینټاین، کرومایټ، تالک، سره زر، چونې، نیفرایټ، مرمر، مالګه، سیسه، جست، کلسایټ، تورمالین، ډبرو سکاره، روبي، بارایټ، اوسپنه، مسو او نورو معدني سرچینو په څیر کانونه شامل دي.
وروسته له هغه چې طالبان واک ته راستانه شول، د کانونو سکتور پراختیا ته جدي پاملرنه وشوه، او ډیری قراردادونه، په ځانګړې توګه د چین او ځینو نورو هیوادونو سره، په دې سکتور کې د استخراج او پانګونې لپاره لاسلیک شوي دي.




