د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اقتصادي چارو لپاره د صدراعظم مرستیال دفتر اعلان وکړ چې افغانستان اوس مهال د نړۍ له اوو هیوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې وصل شوي دي او دا د ریل پټلۍ شبکه د هیواد د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
د صدراعظم مرستیال دفتر زیاته کړه چې هره ورځ له ۱۰۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر توکي وارد او صادر کیږي او په میاشت کې له ۳۰۰۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر توکي د دې ریل پټلیو له لارې وارد او صادر کیږي.
د ریل پټلۍ دې شبکې نه یوازې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی اسانه کړی، بلکې د ترانسپورت لګښتونو کمولو او د توکو د لیږد سرعت زیاتولو کې یې هم مرسته کړې ده.