د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پنجشیر د طالبانو والي محمد آغا حکیم د لسو اسلامي هیوادونو د پانګوالو له پلاوي سره په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان اوس د ۵۰ کلونو کړکېچ وروسته د پانګې د جلبولو لپاره بشپړ چمتو دی.
په پلاوي کې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند استازي شامل وو، چې مشري یې عبدالله الزنداني کوله.
د پنجشیر والي د پوهنې، روغتیا، کرنې، کانونو او ګرځندوی سکتورونه د اسلامي هیوادونو د پانګونې لپاره مناسب وبلل.
هغه ټینګار وکړ چې دا فرصت په افغانستان کې د “اسلامي نظام د پیاوړتیا” لپاره مهم دی.