د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بل ګیټس بنسټ اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښځو روغتیا ښه کولو لپاره ۲.۵ ملیارد ډالر پانګونه وکړي.
دا پریکړه د ښځو روغتیا په برخه کې د څیړنې د سخت کمښت په ځواب کې شوې.
د مک کینسي د راپور له مخې، د نړۍ د طبي څیړنو یوازې یو سلنه د ښځو روغتیا ته وقف شوې ده.
د بنسټ رییس رووفونګ چینګ وايي چې هغه ناروغۍ چې ښځې اغیزمنوي ډیری وختونه له پامه غورځول کیږي.