د طالبانو د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال سره وکتل

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره په یوه غونډه کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره د پراخ ملاتړ او د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د طالبانو د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال سره وکتل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کرنې وزیر په دې غونډه کې د عضوي محصولاتو د تولید په برخه کې د افغانستان پر لوړ ظرفیت ټینګار وکړ.

هغه د اوبو د مدیریت او د کرنیزو پروژو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغان محصولاتو لوړ کیفیت ته په اشارې سره، عمري د نورو کانالونو او بندونو د جوړولو اړتیا په اړه خبرې وکړې.

هغه د نړیوالو بازارونو ته د دې محصولاتو د صادراتو د اسانتیا لپاره هم غوښتنه وکړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه