فائو او انګلستان په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیونه پونډه پانګونه کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د برتانیا حکومت سره په ملګرتیا کې، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د اقلیم د بدلون په وړاندې د افغان بزګرانو ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیونه پونډه پروژه اعلان کړې ده.دا پروژه به د کلیوالي خلکو، په ځانګړې توګه د ځان ګمارونکو میرمنو په پیاوړتیا تمرکز وکړي
فائو او انګلستان په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیونه پونډه پانګونه کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا نوښت، چې نن دوشنبه، د اسد په ۱۳مه اعلان شو، د کوچنیو بزګرانو، څړځای لرونکو او بې ځمکې کارګرانو لومړیتوب ورکوي.

د دې اصلي موخه د دوامداره تولید له لارې د کلیوالي ژوند ښه کول او د اقلیم ننګونو ته رسیدګي ده.

فائو ټینګار کړی چې ښځې به پدې پروژه کې مهم رول ولوبوي.

په لومړي کال کې، دا پروژه به د غنمو، لبنیاتو محصولاتو تولید او د اوبو لګولو سیسټمونو بیا رغولو کې مرسته وکړي.

د کیفیت لرونکي تخمونو ته لاسرسی هم د پروژې یو بل تمرکز دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه