د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسد له ۳ څخه تر ۹ پورې، د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف هرات بندرونو د ۹۷۵۸۷ ټنو توکو لیږد کوربه توب وکړ، چې په کې تیل، غیر تیل او نور سوداګریز توکي شامل دي.
په ورته وخت کې، د هیواد د صادراتو د یوې برخې په توګه ۱۲۶ ټنه وچې میوې هم بهرنیو بازارونو ته لیږل شوي دي.
د طالبانو د فواید عامې وزارت ټینګار وکړ چې د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالی به نوي کاري فرصتونه برابر کړي، ملي عاید به زیات کړي او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره به لاره هواره کړي.
وزارت هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره د ډیرو اسانتیاوو په رامینځته کولو سره د سوداګرۍ اندازې هم زیات کړي.