د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني افغان ولسمشر نن، یکشنبه، د اسد ۱۲مه، په یوه بیانیه کې د بریښنا تولید کې د میرویس عزیزي وروستۍ پانګونې ستاینه وکړه.
کرزي دا اقدام نه یوازې د هیواد د انرژۍ زیربنا ښه کولو لپاره حیاتي وباله، بلکې په بهرنیو سرچینو باندې د تکیې کمولو لپاره هم یو عامل وباله.
د کرزي په وینا، دا ډول نوښتونه کولای شي د افغان ځوانانو لپاره د دوامداره کاري فرصتونو رامینځته کولو لپاره لاره هواره کړي.