د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه خبرتیا خپره کړه چې په کې له بهر (قطر) څخه د کار فرصتونو لپاره غوښتونکو څخه غوښتل شوي چې خپل تایید شوي تعلیمي اسناد او د دوی د کاري تجربې پورې اړوند اسناد د ټاکل شوي نیټې پورې خصوصي کارموندنې ادارو ته وسپاري چې له هغې څخه دوی د نوم لیکنې فورمې ترلاسه کړې دي.
د کار وزارت خبرداری ورکړی چې د دې نیټې وروسته به د تمدید لپاره هیڅ شکایت یا غوښتنه ونه منل شي.