له پاکستان څخه د افغان سوداګرو ایستل؛ په پېښور کې د ۴۰،۰۰۰ سوداګرو پانګونې ګواښل شوې

شاوخوا ۴۰،۰۰۰ افغان سوداګر چې په پېښور، پاکستان کې یې په ملیونونو روپۍ پانګونه کړې، د شړلو له ګواښ سره مخ دي.د لنډمهاله استوګنې کارتونو د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان حکومت دې پریکړې پراخې اندیښنې راپورته کړې دي.
له پاکستان څخه د افغان سوداګرو ایستل؛ په پېښور کې د ۴۰،۰۰۰ سوداګرو پانګونې ګواښل شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان ورځپاڼې “دان” نن، یکشنبه، د اسد ۱۲مه، په پېښور کې د افغان سوداګرو اتحادیې له قوله ویلي چې له هیواد څخه ۴۰،۰۰۰ سوداګرو د ښار په بیلابیلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه کړې ده.

د اتحادیې مشر سید نقیب بادشاه د دغو سوداګرو ایستل غیر منطقي وبلل او ویې ویل چې ځینو یې له یو ملیارد روپیو څخه ډیرې پانګونه کړې ده.

دا په داسې وخت کې راځي چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنې کارتونو د اعتبار موده تیره میاشت پای ته ورسیده او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوی د تمدید څخه ډډه کړې ده.

دې پریکړې یو ملیون افغان کډوال د نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي او د نیوکې څپې یې رامینځته کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه