طالبانو اعلان وکړ چې له ۴۰۰۰ څخه زیاتو بهر میشتو افغان اتباعو ته یې په غیابي ډول د تذکرې خدمات وړاندې کړي

د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو دفتر اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د سرطان په میاشت کې یې په بهر کې میشتو ۴۰۴۶ افغان اتباعو ته په غیابي ډول د تذکرې خدمات وړاندې کړي او په کابل کې یې له ۱۴۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د کاغذي او اصلاح شوي تذکرې خدمات وړاندې کړي.
طالبان از ارائه خدمات غیرحضوری تذکره برای بیش از ۴,۰۰۰ شهروند افغان مقیم خارج خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د ملي احصایې او معلوماتو دفتر د نفوسو د ثبت خدماتو ریاست د یکشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه، ۱۴۰۴ راپور ورکړ چې د روان کال په سرطان کې یې په بهر کې میشتو ۴۰۴۶ افغان اتباعو ته په غیابي ډول د تابعیت تذکرې خدمات وړاندې کړي دي.

په دې خدماتو کې د ۱،۱۵۱ نویو کاغذي تذکرو ویش، ۳۶۰ المثني تذکرې، او ۲۵۳۵ کسانو ته د تذکرې اصلاحي خدمات وړاندې کول شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه