طالبان: ادارې باید د راستنېدونکو کډوالو مسؤلیت په غاړه واخلي

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په کونړ او ننګرهار کې د امنیتي چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې ټولې ادارې باید د کډوالو د راستنیدو په وړاندې خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي.
طالبان: ادارې باید د راستنېدونکو کډوالو مسؤلیت په غاړه واخلي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کونړ د امنيې قوماندان ضیاء الحق او د ننګرهار د استخباراتو د مشر عابد سره په یوه غونډه کې د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د ادارو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه د دغو خلکو لپاره د همغږۍ او مسؤلانه خدماتو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د کونړ او ننګرهار امنیتي چارواکو ډاډ ورکړ چې په دې ولایتونو کې د کډوالو وضعیت مناسب دی او د دوی امنیت ډاډمن شوی دی.

دوی ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه د راستنیدونکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره شپه او ورځ کار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه