د معمار پرس د خبر له مخې؛ متقي به د سفر په جریان کې د پاکستان له لوړ پوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، سرحدي امنیت او دوه اړخیزې همکارۍ په څیر مهمو مسلو په اړه به خبرې وکړي.
په دې وروستیو کې، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د POR کارتونو (د افغان کډوالو د استوګنې جواز) اعتبار د جون په ۳۰مه، ۲۰۲۵ پای ته رسېدلي دي، او د دې کارتونو لرونکي به اړ وي چې له هیواده ووځي.
دې پریکړې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ټولنې ترمنځ پراخه اندیښنې راپورته کړې دي.