د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) د جمعې په ورځ، د اسد په ۱۰مه، په خپل ۶۵م راپور کې د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.
راپور ټینګار کوي چې طالبانو، د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون لاندې د خپلو ژمنو برعکس، نه یوازې د دې ډلو د فعالیتونو مخه نه ده نیولې، بلکې د ځینو یې ملاتړ هم کړی دی، لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP).
د سیګار راپور د کابل شمال ختیځ کې د داعش او طالبانو ترمنځ د پرله پسې نښتو راپور هم ورکړی، که څه هم طالبان د داعش منظم شتون ردوي.