د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په سهار، د اسد په 11، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په هیواد کې شاوخوا 1.4 ملیون افغان کډوالو ته د صادر شویو ټولو کډوالو د راجسټریشن (PoR) کارتونو د اعتبار موده د جون په 30، 2025 پای ته رسیدلې ده.
له دې وروسته، د دې کارتونو لرونکي به غیرقانوني کډوال وګڼل شي او له پاکستان څخه د وتلو لپاره اړ دي.