د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی په هرات کې د پولیسو د فراغت په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د نړۍ له خوا د دغه حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره د دغې ډلې له اوسنی حکومت څخه د خلکو ملاتړ مهم دی.
د هغه په وينا، د خلکو له ملاتړ پرته په هېواد کې د امنيت ټينګښت او حکومتوالۍ ستونزمن دى.
د طلوع نیوز په وینا، متقي وايي: “په نهایت کې، نړۍ به داسې ځای ته ورسیږي چې تاسو په رسمیت وپیژني، تاسو سره اړیکه ونیسي، او تاسو سره خپل ارتباط زیات کړي.”
د سرچينې په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د څه باندې ٥٠٠ پوليسو د فراغت په مراسمو کې د امنيتي ځواکونو د مسلکي کېدو په اړه خوشبيني څرګنده کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل: نړۍ حیرانه ده چې څنګه یو پوځ، پولیس، چې شل کاله په غرونو او دښتو کې د یرغلګرو په وړاندې په جهاد بوخت وو، کله چې ښار ته ننوځي او منظم پولیس او اردو شي.
ټاکل شوې چې تازه دمي سرتېري له پوځي زده کړو وروسته د هېواد په لوېديځ هرات، فراه، بادغيس او غور کې ځاى پر ځاى شي.