سویډن به نوي شوي افغان پاسپورټونه ونه مني

د سویډن د مهاجرت ادارې اعلان وکړ چې د روان کال له اکتوبر څخه به هغه افغان پاسپورټونه چې نوي شوي سټیکرونه لري نور اعتبار ونلري.دا پریکړه کولای شي په هیواد کې د افغان کډوالو لپاره جدي ستونزې رامینځته کړي.
سویډن به نوي شوي افغان پاسپورټونه ونه مني

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سویډن د مهاجرت ادارې په هیواد کې میشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې د قانوني ستونزو څخه د مخنیوي لپاره نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

دا پریکړه په ځینو اروپایي هیوادونو کې د سختو مهاجرت پالیسیو یوه برخه ده.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا اقدام کولای شي د ډیری افغان کډوالو لپاره د استوګنې حالت او خدماتو ته لاسرسی پیچلی کړي.

دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې اروپایي هیوادونو په وروستیو کلونو کې د مهاجرت قوانین سخت کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه