د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا

د ایران د خراسان رضوي ولایت او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ د ګډې سوداګرۍ کمیټې شپږمه غونډه
برگزاری ششمین نشست کمیته مشترک تجاری میان خراسان رضوی ایران و ولایت هرات افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خراسان رضوي ولایت او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ د ګډې سوداګرۍ کمیټې شپږمه غونډه د شنبې په ورځ، د سرطان په ۲۸مه، د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي غلام حسین مظفري او په هرات کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي مولوي نور احمد اسلام‌جار په شتون کې د مشهد په ښار کې ترسره شوه.

دغه غونډه، چې موخه یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کډوالو د وضعیت څېړل وو، د صنعت او کانونو، کرنې، ګمرکونو او سوداګرۍ، تخنیکي او مسلکي زده کړې، ګرځندوی او روغتیا خدماتو په برخو کې د شپږو ځانګړو کمیټو د جوړولو لامل شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه