د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي سره په یوه غونډه کې وویل چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسې د هیواد پر اقتصاد سخت فشار راوړی دی.
دا غونډه د شنبې په ورځ، د سرطان په ۲۸مه، په کابل کې وشوه.
د طالبانو د کډوالو وزارت په ایکس ټولنیز شبکه کې په خپله رسمي پاڼه کې اعلان وکړ چې په دې خبرو اترو کې عبدالکبیر د کډوالو د کړکیچ د مدیریت لپاره د عملي حل لارو موندلو لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د ژمي موسم په رارسیدو سره، د راستنیدونکو لپاره د سرپناه برابرول یو عاجل او حیاتي لومړیتوب ګرځیدلی دی.
هغه په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو غږ وکړ چې پدې برخه کې جدي همکاري وکړي.