د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نویو خپرو شویو څرګندونو په غبرګون کې هغه “دروغجن” او “رواني ناروغ” بللی دی.
امرالله صالح پرون د اشرف غني د وینا ځینې برخې په ټولنیزو رسنیو کې بیا خپرې کړې، کوم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون پورې اړوند وې.
د غني څرګندونو یو ځل بیا د هغه د سیاسي منتقدینو د غبرګونونو څپه راپارولې ده.