د پاکستان قضا د افغان کډوالو د شړلو د بندولو غوښتنه رد کړه

د اسلام آباد عالي محکمې د بشري حقونو د يوه ایتلاف غوښتنه رد کړه چې د افغان کډوالو جبري شړلو مخه ونیسي، او ویې ویل چې د کډوالۍ پالیسۍ د حکومت په واک کې دي، نه د قضا په واک کې.
رد درخواست توقف اخراج مهاجران افغان توسط دستگاه قضایی پاکستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلام آباد عالي محکمې د مهاجرینو د حقونو د دفاع د يوه ایتلاف غوښتنه رد کړې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو پروسه ودروي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا غوښتنه د افغان کډوالو د ملاتړ کونکي ایتلاف وکیل “عمر اعجاز ګیلاني” لخوا د اسلام آباد عالي محکمې ته سپارل شوې وه.

په هرصورت، محکمې په خپل حکم کې ویلي چې د کډوالۍ پالیسیو بیاکتنه او پریکړه د قضا په واک کې نه ده او دا مسله د حکومت او اجرایوي ادارو پورې اړه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه