د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د کډوالو پراخه راستنیدل د سرپناه نشتوالی او بې کارۍ په څیر جدي ننګونې رامینځته کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د مالیې او ادارې مرستیال کلیم الرحمن فاني، د فیلیپو ګرانډي سره په یوه غونډه کې وویل چې د کډوالو د ستونزو حل کول یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی.
هغه ټینګار وکړ چې د بیړنیو مرستو سربیره، راستنیدونکي اساسي خدماتو لکه سرپناه، تعلیم او روغتیا ته اړتیا لري.
فاني هیله څرګنده کړه چې افغانستان ته د ګرانډي سفر به د کډوالو د دوامداره ادغام او نړیوالې مرستې راجلبولو کې مرسته وکړي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره ډیره همکاري وکړي.