د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د عمومي منشي مرستیال والیري سیمریکوف، په مسکو کې د “نړیوال تروریزم سره مبارزه: طریقې او د روسیې ګډون” تر سرلیک لاندې په یوه کنفرانس کې یو ځل بیا د تاجک-افغان پولې د امنیت د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
هغه د دې پولې د پیاوړتیا لپاره د بین الحکومتي پروګرام د پلي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د امنیت د ډاډمنولو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.