د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو د بې ساري کمښت له کړکېچ وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۲۶مه) خبرداری ورکړ چې د کابل ښار د څښاک اوبو ته د لاسرسي له بې ساري کړکېچ سره مخ دی.
ادارې اعلان وکړ چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې او د ښار شاوخوا شپږ میلیونه اوسیدونکي له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام ټینګار وکړ چې د دې کړکېچ حل کول پراخې پانګونې، د ادارو ترمنځ قوي همکارۍ، او د اوبو سرچینو د مدیریت او غوره کارونې په اړه د عامه پوهاوي زیاتوالي ته اړتیا لري.