د امریکا فدرالي محکمې د زرګونو افغانانو د اخراج د بندولو غوښتنه رد کړه

وروسته له هغه چې روسیې طالبان په رسمیت وپیژندل، د دې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب یو رسمي لیک ولیکه چې له مسکو څخه یې د پوځي تجهیزاتو د پیرود غوښتنه وکړه.
دادگاه فدرال امریکا درخواست توقف اخراج هزاران افغان را رد کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په متحده ایالاتو کې یوې فدرالي محکمې د زرګونو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله محافظت شوي حیثیت (TPS) لغوه کولو د ځنډولو غوښتنه رد کړه.

دا پریکړه پدې معنی ده چې د کار جوازونو لغوه کولو او د دې مهاجرینو احتمالي اخراج پروسه به د جولای په ۱۴مه پیل شي.

د پنجشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۹مه، د میریلینډ ایالت په محکمه کې فدرالي قاضي تیوډور چوانګ په یوه پریکړه کې اعلان وکړ چې که څه هم د دې قضیې قانوني پروسه دوام لري، د افغان کډوالو قانوني ګټې به پدې موده کې ونه غځول شي.

د دې پریکړې پر بنسټ، شاوخوا ۱۱،۷۰۰ افغان اتباع چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په متحده ایالاتو کې پناه اخیستې وه، د خپل لنډمهاله استوګنې حیثیت، د کار جواز له لاسه ورکولو او په پای کې د شړلو له خطر سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه