د اورګاډي په نړیوال کانګرس کې د افغانستان ګډون؛ چین ته د طالبانو د اورګاډي د وزیر مرستیال سفر

د طالبانو د فواید عامې وزارت د اورګاډي مرستیال وزیر مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د اورګاډي د نړیوالې اتحادیې (UIC) په دولسم کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی ترڅو د افغانستان د اورګاډي د زیربنا د پراختیا او د نویو پانګونو د راجلبولو په اړه بحث وکړي.
اشتراک افغانستان در کنگره جهانی خطوط آهن؛ سفر معین خط آهن طالبان به چین

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د وزارت د اورګاډي وزیر مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د اورګاډي د نړیوالې اتحادیې (UIC) په دولسم کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.

د وزارت ویاند اشرف حق شناس نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۱۸مه په خپل X پاڼه کې لیکلي چې دا سفر پرون ترسره شو او افغان پلاوی به په دې نړیواله غونډه کې په فعاله توګه برخه واخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه