د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د هیواد پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړه چې خپل هیواد ته راستانه شي.
د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د عمر په اړه یې وویل: “استاد سیاف به یا په ترکیه کې مړ شي یا په هند کې؛ د هغه لپاره غوره ده چې خپل هیواد ته راستانه شي.”
دلاور د نورو سیاسي شخصیتونو لکه محمد محقق، کریم خلیلي او عطا محمد نور څخه هم وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او باعزته ژوند وکړي.