د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د برتانیا پارلمان ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اروپا باید د امریکا او چین پر “ډیر انحصار” څخه د خلاصون لپاره یوه خپلواکه تګلاره غوره کړي.
د اروپايي هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا اړتیا ته په اشارې سره، هغه د فرانسې او برتانیا پر حکومتونو غږ وکړ چې خپل اقتصادونه او ټولنې د دې دوو نړیوالو قدرتونو له متقابل انحصار څخه لرې کړي.