طالبان: د ګوند تر نامه لاندې هر ډول سیاسي فعالیت سره به قانوني چلند وشي

د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ګوند تر نامه لاندې هر ډول سیاسي فعالیت غیرقانوني دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
طالبان: د ګوند تر نامه لاندې هر ډول سیاسي فعالیت سره به قانوني چلند وشي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي په یوه غږیز پیغام کې چې پرون (یکشنبه، د سرطان ۱۵مه) د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ایکس چینل له لارې خپور شو، ویلي چې په هیواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع دي.

هغه ټینګار وکړ چې وزارت د ځینو ګوندونو دفترونه پیژندلي او د دوی فعالیتونه یې ځنډولي دي، او دا پروسه به دوام ولري.

دا اعلان په داسې وخت کې راځي چې نړیوالې ټولنې په مکرر ډول د واک په جوړښت کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د شامل ګډون غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه