د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات ولایت کې سیمه ییزو او عامه سرچینو اعلان کړی چې تېرې شپه د طالبانو استخباراتي ځواکونو په یوه عملیات کې هغه حسیني بیرغونه راټول کړي چې ماتم کوونکو په شیعه سیمو لکه جبریل او د ولایت په ځینو نورو سیمو کې د محرم په مناسبت پورته کړي وو.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو یو ظالمانه چلند غوره کړی او ماتم کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې که دوی بیرغونه بیا ولګوي یا په دې سیمو کې د اوبو سټیشنونه جوړ کړي نو له سخت اقدام سره به مخ شي.
د طالبانو دا اقدام د خلکو له منفي غبرګون سره مخ شوی دی. د هرات د شیعه سیمو اوسیدونکي دا اقدام د حسین لپاره د ماتم مراسمو محدودولو او د مذهبي آزادیو د ځپلو هڅه ګڼي.