د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې او د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) څو غړو هیوادونو د دوشنبې په ورځ د قزاقستان په الماتا کې په جوړه شوې غونډه کې اعلان وکړ چې دا سازمان به په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامداره پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و، او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د هڅو ملاتړ یې وکړ.
دغو هیوادونو د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز د جوړولو ملاتړ هم وکړ ترڅو په مرکزي آسیا او افغانستان کې د دوامداره پرمختګ سره مرسته وکړي.
د دې مرکز موخه د سیمه ییزې همکارۍ پیاوړتیا او افغانستان ته د نړیوالو مرستو اسانه کول دي.