سره صلیب: افغانان د فقر په حساس پړاو کې دي

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي شوئپ تېره شپه (د عقرب ۲۸مهر ) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د افغانانو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

هغه زياته کړه، چې افغانستان ته يې د دې لپاره سفر کړى، چې له خلکو او چارواکو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د ورځې له ۱.۹ ډالرو څخه کم عاید لري.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي غذايي موادو ته لاس رسی نه لري او له ۲۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

بیشتر بخوانید:  حنفي: په راتلونکي کې به د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې هېڅ هېوادوال له ستونزو سره مخ نه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x