په جوزجان کې د کرنیزو او لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

په جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د ښځو د پیاوړتیا په هدف د کرنیزو او لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون ترسره شو، او له ۱۰۰ څخه زیات ډوله محلي محصولات نندارې ته وړاندې شول.
په جوزجان کې د کرنیزو او لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا نندارتون د ماشومانو د ساتنې دفتر په نوښت او د طالبانو د حکومت د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ پیل شو.

د دې ادارې د ترویج او غله جاتو رییس محمد نقیب وویل چې د نندارتون اصلي موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د تولیدونکو اقتصادي وده وه.

د سرچینې په وینا، په دې نندارتون کې له ۱۰۰ څخه زیات ډوله کرنیزې او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول، چې د سیمه ییزو تولیدونکو د هڅو پایله وه.

په نندارتون کې حاضرو تولیدونکو په تیرو دوو کلونو کې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو په برخو کې روزنه ترلاسه کړې ده.

دا روزنه د ښځو د ظرفیت لوړولو او د سیمه ییزو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د WHH دفتر او د کرنې ریاست په همکارۍ چمتو شوې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه