د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د چارو لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۸مه، د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د یوه پلاوي په مشرۍ وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او مذهبي اړیکو د پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړل.