پاکستان د افغانستان په پوله غلام خان بندر وتړل

پاکستاني چارواکو د امنیتي اندیښنو له امله د غلام خان بندر، چې له افغانستان سره یو له مهمو سرحدي لارو څخه دی، تر بلې خبرتیا پورې تړلی دی.
پاکستان د افغانستان په پوله غلام خان بندر وتړل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت تېره شپه (شنبه، د سرطان ۷مه) د خوست ولایت د غلام خان بندر د موټرو او مسافرو د تګ راتګ لپاره وتړل.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له امله شوې ده.

په خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګرباز، په خپل ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې پاکستاني چارواکو د غلام خان بندر کمشنر ته خبر ورکړی چې دا لاره به تر نامعلومې مودې پورې تړلې وي.

هغه له اتباعو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي او بدیلې لارې وکاروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه