طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت او اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د طالبانو د طبیعي پیښو د چمتووالي څانګې مشر د طبیعي پیښو د مدیریت او اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت او اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د طبیعي پیښو د چمتووالي څانګې مشر نورالدین ترابي په کابل کې د روسیې له جنرال قونسل سره وکتل او د طبیعي پیښو د مدیریت، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د بشري مرستو په برابرولو کې یې د مسکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې، ترابي د هیوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او مذهبي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه د مخنیوي، ظرفیت لوړولو او د طبیعي پیښو د مدیریت په برخو کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د روسیې جنرال قونسل، رسلان عثمانوف، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د روسیې د بیړني حالت د مدیریت ادارې او د طالبانو د ادارې ترمنځ یې د ممکنه همکارۍ اعلان وکړ.

ترابي په افغانستان کې وروستیو طبیعي او غیر طبیعي پیښو او د خوړو او غیر خوراکي توکو د مرستو اړتیا ته هم اشاره وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې د بهرنیو استازو ستونزې به د اصولو سره سم حل شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه