د اسلامي مشورتي شورا د صدارت د شورا ویاند د یوې لایحې د تصویب اعلان وکړ چې له مخې یې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران د اسلامي جمهوریت همکاري به وځنډول شي.دا پریکړه لیک، چې د ۲۲۱ موافقو رایو او د هیڅ مخالفې رایې سره تصویب شو، د ادارې د پلټونکو ننوتل د اټومي تاسیساتو د امنیت ډاډمنولو او د ملي امنیت د عالي شورا د تصویب سره مشروط کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د صدارت د شورا ویاند د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د هیواد د همکارۍ د ځنډولو تصویب اعلان کړ.
علیرضا سلیمي وویل چې استازو د هغه قانون عمومي او جزئیات تصویب کړل چې له مخې یې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د اسلامي جمهوریت همکاري به وځنډول شي.