د SIV ویزې لرونکو د داخلې پروسه بیا پیل شوې

افغان IVAC اعلان وکړ چې متحده ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام بیا پیل کړی او دغو مهاجرینو ته به د بیا میشتیدنې او ملاتړ خدمات چمتو کړي.
روند پذیرش دارندگان ویزای مهاجرتی اس‌آی‌وی شهروندان افغانستانی دوباره آغاز کرد

افغان IVAC د چهارشنبې په ورځ (د جوزا په ۲۸مه) په پلیټ فارم X کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې متحده ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) لرونکو لپاره د “استقبال او بیا میشتیدنې” پروګرام بیا پیل کړی دی.

ادارې له هغو افغان اتباعو څخه چې په تیرو ۹۰ ورځو کې په دې ویزې سره متحده ایالاتو ته داخل شوي دي وغوښتل چې د بیا میشتیدنې ادارو سره اړیکه ونیسي.

د بیان له مخې، د SIV ویزې لرونکي به د اړوندو ادارو سره د نوم لیکنې وروسته د کور مرستې، د انګلیسي ژبې روزنې او د کار فرصتونو په څیر خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه